کورپاڼه / بېلا بېل / د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې د والدین سره د خور یا ورور اړیکه په لومړي سر کې ځای لري.

هر انسان خپل ژوند کې له والدینو وروسته له خپل ورور یا خور سره ډېر نږدې وي او په دې اړه د یوې څېړنې له مخې معلومه شوه چې خور یا ورور درلودل د انسان پر ژوند ډېر اغېزې کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، که چېرته تاسې د مشر په حیث یاهم په کور کې د یو کشر په توګه روزل کېږئ ټول یې د اهمیت درلودونکې وي، ځکه چې د خویندو یا ورونو اړیکه په کورنیو کې د نورو کسانو په پرتله مختلفه وي او دا اړیکه د یو انسان په ژوند کې ترټولو اوږده اړیکه وي ځکه چې له ماشومتوب څخه پیل مومي او د ژوند تر پایه پورې ادامه لري.

دغه اړیکه د ژوند له مختلفو مرحلو څخه تېرېږي، د ماشومتوب د ملګرو په څېر د خور او ورور عمر یو ډول نه وي، نو د دوی په داخل کې علم او وده هم سره توپیر لري او همدغه عنصر یې په اړیکه کې مهم رول لوبوي.

د خور او ورور ژوند د مهمو څانګو په لور هم پام اړوي، چې بیا د مور او پلار تصور هم ور پکې اړین وي، ځکه چې د کم عمرۍ څخه اولادونو ته د والدینو د خور او ورور سره د سلوک احساس پیدا کېږي.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …