کورپاڼه / بېلا بېل / آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر شوق سره یې خوري او کله چې د مار غوښه خوري نو جالبه یې داده چې خوراک یې له لکۍ څخه پیل کوي او بیا یې ورو ورو ټول نوش جان کوي، د مار غوښه ډېره ګرمه وي او کله چې یې وخوري نو د سختې تندې احساس کوي، چې بیا د تندې د ماتولو لپاره د ډنډ غاړې ته ځي ترڅو خپله تنده ختمه کړي، خو الله تعالی ورته په څه ډول سره الهام کوي او اوښ ته دا احساس ورکوي که چېرته په دې وخت کې اوبه وڅښي نو زهر به یې په ټول بدن کې خواره شي.

نو بیا اوښ هم په همدې علت د ډنډ په غاړه تر څه وخته پورې اوبه نه څښي، په زور زور سره آوازونه کوي لکه په یوه ستونزه کې چې راګېر وي او یو چاته د مرستې لپاره غږ کوي، دغه وخت یې له سترګو اوښکې بهېږي، الله تعالی د اوښ د سترګو په لاندې برخه کې یو ډول کڅوړې جوړې کړي چې بیا اوښکې ور پکې راټولېږي او په همدې ډول د مار زهر د اوښکو په شکل د اوښ له سترګو بهر کېږي، خو که چېرته د اوښ څروونکې هوښیار وي نو په دې کڅوړو کې راټولې شوې اوبه له ځان سره ساتي او دغه اوبه د مار او لړم لپاره د تریاقو حیثیت لري.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …