کورپاڼه / ليکنې / هغه کوم کال و چې مسلمانان پکې دوه څلویښت (۴۲) روژې ونېولې؟

هغه کوم کال و چې مسلمانان پکې دوه څلویښت (۴۲) روژې ونېولې؟

روژه چې په عربي ژبه کې ورته صیام ویل کېږي لغوی مانا یې بندېدل یا منع کېدل دي او په اصطلاح کې د اسلامي شریعت له مخې د نیت په درلودلو د سهار له راختلو څخه تر ماښامه پورې له خورا، څښاک، غیبت، دروغ ویل، چاته له ضرر رسولو او نورو څخه ځان منع کولو ته وایي.

د شرعت له مخې روژه پر هر مسلمان فرض عین ده، که چوک ورڅخه منکر شي کافر او چا د تنبلۍ یا سستۍ پر اساس ونه نېوله سخت ګناهکار ګڼل کېږي، د روژې د ګټو په باب به مو ډېر اورېدلي وي، په اسلامي کتابونو کې یې پراخه ذکر راغلی او د طب او ساینس نړۍ هم د روژې ګټې سالمې ګڼي او د ځینو د ناروغیو لپاره غوره درملنه بولي.

اوس راځو دې پوښتنې ته چې هغه کوم کال و چې مسلمانان ور پکې دوه څلویښت (۴۲) روژې نېولې وې؟ هغه ۱۹۳۵ زېږدیز کال و، چې مسلمانان د جنورۍ له اولې نیټې څخه روژې نېول پیل کړل او د جنورۍ په دیرشمه نیټه یې دیرش روژې پوره کړې، بیا د همدغې کال د دسمبر د میاشتې په شلمه نیټه مسلمانانو روژه نېول پیل کړل چې دولس روژې ور پکې ونېولې او په همدې ډول مسلمانانو په یو کال کې دوه څلویښت روژې ونېولې.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …