کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزى: لوبغاړي به د ويسټ انډيز پر وړاندې ښه وځلېږي
فرهان يوسفزی

فرهان يوسفزى: لوبغاړي به د ويسټ انډيز پر وړاندې ښه وځلېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي د ويسټ انډيز پر وړاندې په لوبډله کې د شاملو لوبغاړو په تړاو ويلي، چې باورى دى چې په يادو سياليو کې به افغان لوبغاړي ښه وځلېږي.

افغانستان د راروانې مياشتې په ٦مه نېټه په خپله کوربه توب په هند کې د ويسټ انډيز لوبډلې سره درې شل اوريزې، درې يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې نن په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې د شاملو لوبغاړو نومونه اعلان شول.

د ويسټ انډيز پر وړاندې افغانستان خپلې لوبډلې اعلان کړې

ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې

افغانستان به له هند، انګلستان او سويلي افريقا سره مخ کېږي

د کرکټ بورډ عمومي مشر په دغه تړاو په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې د نړيوالو يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو په نوملړونو کې ډېر تکړه او با استعداده لوبغاړي ځاى پر ځاى شوي. له ټولو لوبغاړو هيله لرم چې د دغو سترو لوبو لپاره بشپړ چمتووالى ولري او دغه لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي.

هغه همدا راز په خپل پوسټ کې زياته کړې ده، باوري يم چې دوى به په يادو لوبو کې ښه وځلېږي او د يو ورځنيو او شل اوريزو نړيوالو او ټېسټ لوبو سترې برياوې به د ګران افغانستان په نوم ثبت کړي.فرهان يوسفزى

د يادولو ده چې د يو ورځنيو لوبو لپاره په لوبډله کې راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، افسر ځاځى، اکرام علي خېل، مجيب الرحمان، نوين الحق، کريم جنت، شرف الدين اشرف، يمين احمدزى او اصغر افغان اخيستل شوي دي.

همدا راز د شل اوريزو لوبو لپاره چې کومه لوبډله اعلان شوې، په هغې کې راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، ابراهيم ځدراڼ، مجيب الرحمان، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، ګلبدين نايب، فريد ملک، شرف الدين اشرف، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزى، نوين الحق او رحمان الله ګربز شامل دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …