کورپاڼه / خبرونه / هندي کرکټر ويراټ کوهلي يو بل ستر وياړ ترلاسه کړ
ويراټ کوهلي

هندي کرکټر ويراټ کوهلي يو بل ستر وياړ ترلاسه کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي يو بل ستر وياړ ترلاسه کړ او په انسټاګرام کې د ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکو لرونکو په ليسټ کې شامل شو.

نوموړى لومړنى کرکټر دى، چې د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې ١٠٠ ميليونه کسانو فالو کړى دى او د هغه پوسټونه تعقيبوي.

تر ويراټ کوهلي مخکې هېڅ کرکټر په دې نه دى توانېدلى، چې په انسټاګرام کې سل ميليونه تعقيبوونکي ترلاسه کړي، خو د نورو برخو خلک بيا دې هدف ته رسېدلي دي.

ويراټ کوهلي بيا د نړۍ په کچه ٢٣م کس دى، چې په انسټاګرام کې زيات تعقيبوونکي لري، همدا راز لومړنى هندى دى چې دومره ډېر تعقيبوونکي لري.

په انسټاګرام کې تر ټولو زيات تعقيبوونکي بيا په خپله د انسټاګرام رسمي اکاونټ لري، چې ٣٨٧ کسانو تعقيب کړى دى، همدا راز له هغه وروسته د پرتګال فوټبالر کريسټيانو رونالډو هغه کس دى چې زيات تعقيبوونکي لري، نوموړى په انسټاګرام کې ٢٦٦ کسان تعقيبوي.

امريکايي اداکار اريانا ګرانډى بيا ٢٢٤ ميليونه، اداکار او ريسلر ډواين جانسن ٢٢٠ ميليونه، کيلي جينر ٢١٨ ميليونه، اداکاره او سندرغاړې سلينا ګومز ٢١٣ ميليونه او کيم کارديشين بيا ٢٠٧ ميليونه تعقيبوونکي لري.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …