افغانستان په پيل کې دوه ستر لوبغاړي له لاسه ورکړل، په ٣ اورونو کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٨ منډې ترلاسه کړې دي. عبدالمالک او ابراهيم ځدراڼ پيليزې توپوهنې ته راووتل، چې عبدالمالک په لومړي توپ په صفر وسوځېده.
همدا راز ورپسې رحمت شاه توپوهنې ته راووت، چې ٦ منډې يې جوړې کړې او وسوځېده، نوموړى د افغانستان د مهمو توپوهونکو څخه دى، چې ډېر ژر وسوځېده.
افغانستان په ٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٨ منډې کړې دي، چې ابراهيم ځدراڼ او منير احمد کاکړ اوسمهال توپوهنې ته ولاړ دي.
د لوبې د پيل راپور:
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن (د مارچ په دويمه نېټه) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په وخت ١٠ بجې شوه. د لوبې په پيل کې افغان لوبډلمشر اصغر افغان پچه ګټلې ده او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
د افغانستان ١١ کسيزه نوملړ:
عبدالمالک، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان (لوبډلمشر)، افسر ځاځى (ويکټ ساتونکى)، منير احمد کاکړ، ظاهر خان، يمين احمدزى، امير حمزه هوتک او عبدالواسع.
Here is our Playing XI for today’s first match of #AbuDhabiSunshine Test series. Abdul Malik, @munirkakar_27 and Youngster Abdul Wasi will make their Test Debut today.#AFGvZIM pic.twitter.com/CWq8lY79Ft
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 2, 2021
د زمبابوې ١١ کسيزه نوملړ:
کيوين کسوزا، پرنس ماسوري، سين ويليمس (لوبډلمشر)، ويسلي ماديويري، تاريساى مسکندا، سکندر رضا، ريان برل، ريګيس چکابوا (ويکټ ساتونکى)، ډونالډ ټريپانو، بليسنګ موزرباني او ويکټور نياچى.
د يادولو وړ ده چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دې لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه لوبېږي، هغه که څه هم له لوبډلې سره يو ځاى دى، خو د ګوتې د ټپ له امله له لوبې څخه بهر دى.
د راشد خان په اړه ويل کېږي، چې نوموړي خپله ګوته د پاکستان سوپر ليګ کې خوږه کړې ده، هغه په پي ايس ايل کې د لاهور قلندرز لپاره دوه لوبې ترسره کړې او بيا متحده عربي اماراتو ته لاړ.
د افغانستان لپاره عبدالمالک، منير احمد کاکړ او عبدالواسع نن خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي. منير احمد کاکړ په درې ورځنۍ تمريناتي لوبه کې سليزه هم وهلې وه.