کورپاڼه / روغتيا / د پوستکي د سپوروالي لپاره باید څه وکړو؟

د پوستکي د سپوروالي لپاره باید څه وکړو؟

د پوستکي په حجرو کې د اوبو د کمښت په پایله کې د سپوروالي ستونزې رامنځته کېږي، چې ډېری میرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي، د عربي ورځپاڼې سیدتي د لیکنې له مخې دا ډول کسانو ته اړینې لارښوونې شوي او ویل شوي چې د پوستکي سپوروالی د مخ د ښکلا لپاره زیانمن وي، د عمر په ډېرېدو او پرمخ د ګونځو د راپیدا کېدو په صورت کې د پوستکي تازه والی هم اغېزمن کېږي، که چېرته مو پوستکی سپور وي، نو راځئ چې ځینې لارې چارې یې دلته ولولو.

د پوستکي د تازه ساتلو ترکیبونه:

د شنو چایو او شاتو ترکیب: شین چای او شات به ښه سره ګډ کړئ ترڅو مناسب ترکیب ورڅخه لاسته راشي، بیابه دغه ترکیب پرمخ ووهئ او تر یوې دقیقې به یې ورو ورو مساج کړئ او تر پنځلس دقیقو به یې پرېږدئ، بیابه یې په یخو اوبو ووینځئ او په اوونۍ کې به یې یو ځل وکاروئ.

د بادرنګو او الوویرا ترکیب: نیم پرې شوې تره او دوه کاچوغې د الوویرا جیل به ښه سره ګډ کړې او مناسب ترکیب ورڅخه جوړ کړئ، بیابه دغه ترکیب پر پوستکي ووهئ او تر یوې دقیقې به یې ورو ورو مساج کړئ او تر نیم ساعته پورې به یې پرېږدئ او بیابه یې په یخو اوبو ووینځئ او په اوونۍ کې یو ځل ورڅخه کار واخلئ.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …