کورپاڼه / جالب / دوه هغه ټاپوګان چې ترمنځ یې فاصله څلور کیلو میتره، خو وخت یې بیا شل ساعته سره توپیر لري

دوه هغه ټاپوګان چې ترمنځ یې فاصله څلور کیلو میتره، خو وخت یې بیا شل ساعته سره توپیر لري

که چېرته د دوو سیمو ترمنځ په زرګونه کیلو میتره فاصله شتون ولري، نو په وخت کې یې بیا په ساعتونه توپیر راځي، خو نن ورځ د دوو داسې ټاپوګانو په اړه خبرې کوو چې ترمنځ یې فاصله یوازې ۴.۸ کیلو میتره واقع ده، خو د ساعتونو ترمنځ توپیر یې بیا تر شلو ساعتونو پورې رسېږي.

ددې دوو ټاپوګانو نومونه عبارت دي له بیګ اډیومیډ (Big Diomede) او لیټل ډیومیډ (Little Diomede) څخه، دغه دواړه ټاپوګان یو له بل څخه د نړیوالې نیټې د مهال ویش له مخې سره بېل شوي او د بیګ ډیومیډ وخت له لیټل ډیومیډ څخه یوویشت ساعته مخکې دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، کله چې په ۱۸۶۷ زېږدیز کال امریکا له روسیې څخه د الاسکا ایالت واخیست، نو هغه وخت یې په معاهده کې ددې دواړو سرحدونو په ټاکلو کې ورته یو ځانګړی معیار وټاکل شو.

دغه دواړه ټاپوګان په ۱۷۲۶ زېږدیز د اګست په ۱۶ نیټه د یوې بېړۍ چلوونکې ویتس بیرنګ لخوا په لومړي ځل لېدلي شوي ول او د یونان د دیونا ډیومیډ نوم پرې کېښود.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …