کورپاڼه / بېلا بېل / فرمان کسکر سره په زندان کې څه تېر شو؟

فرمان کسکر سره په زندان کې څه تېر شو؟

د کوزې پښتونخوا د صوابۍ زلمى فرمان کسکر، چې د خپلې ګډې وډې شاعرۍ له امله په ټولنيزو رسنيو او لر و بر کې ډېر مشهور شوى دى، پوليسو نيولى او په زندان کې يې يوه شپه هم تېره کړې ده.

فرمان کسکر له زندان څخه تر راخلاصېدو وروسته په يوه ويډيو کې په دې اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي، چې ډېرو خلکو پوښتنه کوله، چې هغه په جېل (زندان) کې و، نو هغه ورته په ځواب کې وايي، چې هو، په جېل کې وم او يوه شپه مې پکې تېره کړه.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې د خېبر پښتونخوا پوليسو زما ډېر قدر او عزت وکړ، زه د هغوى نه ډېره مننه کوم او سلامونه ورته کوم.

فرمان کسکر په خپلو خبرو کې وايي، چې په جېل (زندان) کې يې پوليسو ډېر قدر کړى او ښه ډوډۍ يې هم ورکړې وه، هغه وايي چې سهار ورته پوليسو هګۍ، پراټه او چاى هم ورکړي و.

هغه وويل، چې دا لومړى ځل دى چې جېل ته تللى و او د جېل نه يې ډېر خوند واخيست.

فرمان کسکر په کوم جرم زندان ته تللى و، په دې اړه هغه وويل، چې دا يې د کور يوه شخصي معامله وه او د معلوماتو له ورکولو څخه يې ډډه ورکړه.

دا هم ولولئ

آیا وېره ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي؟

د یو انسان د شخصیت د ډېرو اړخونو اغیزه د هغه د شخصیت پیژندنه کوي، …