په هندوستان کې څلرویشت کلن (۲۴) د پربو په نوم یو شخص پر رېکشه د کور په جوړولو سره د ټولو خلکو پام ځانته اړولی.
د هندوستان په تامل ناډو ایالت کې یو څلرویشت کلن کور جوړونکي پربو د خپلو حیرانوونکو وړتیاوو په مرسته پر رېکشه کور جوړ کړی، ویل کېږي چې دغه کور یې په تېر کال کې جوړ کړی و او په ټولنیزو رسنیو یې ډېر شهرت ترلاسه کړ، چې ګڼ سوداګران یې حیران کړي دي.
پربو د خپلو وړتیاوو په کارولو پر رېکشه جوړ شوي کور کې د خوب کوټه، پخلنځی، تشناب، حمام او د کار کولو ځای هم جوړ کړی او د دوه پنځوس (۲۵۰) لیترو اوبو ټانکۍ هم لري او د بریښنا لپاره لمریزې ښېښې ور پکې لګېدلي دي او ترټولو په زړه پورې خبره دا چې په دې کور یې تر یو لک هندي کلدارو پورې مصرف راغلی.
پربو ددې پروژې په وسیله د اوسېدونکو لپاره په لږ ځای کې په کم لګښت سره کورونو ته وده ورکړي، چې په لویو ښارونو کې ورته سخته اړتیا وي او هغه کسان چې د ټیټ عاید لرونکي وي ورته له نعمت څخه کم نه دي.
Apparently Arun did this to demonstrate the power of small spaces. But he was also on to a larger trend: a potential post-pandemic wanderlust & desire to be ‘always mobile.’ I’d like to ask if he’ll design an even more ambitious space atop a Bolero pickup. Can someone connect us? https://t.co/5459FtzVrZ
— anand mahindra (@anandmahindra) February 27, 2021
د پربو دغه پروژه سوداګر ټایکون دیو انند مهندرا لېدلې او ستاینه یې کړې او ریکشې سره یې عکس اخیستی، په ټولنیزو رسنیو خپور کړی او ډېر ژر لاس په لاس شوی دی.
بله خوا پربو د ټایکون مهندرا د لېدنې په غوښتنه د ډېرې خوښۍ څرګندونه کړې.