کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د جنوبي افریقا په یو هوټل کې د کوربتوب چارې روبوټونو ته سپارل شوي

د جنوبي افریقا په یو هوټل کې د کوربتوب چارې روبوټونو ته سپارل شوي

د جنوبي افریقا د بډایي ښارګوتي سیندتون په یو هوټل کې د میلمنو د ښه راغلاست لپاره روبوټ د کوربه په ډول سره کار کوي، ویل کېږي چې له روبوټ سره د خبرو کولو پر وخت په کورونا د اخته کېدو خطر نه وي، ځکه چې دغه روبوټ د غوښې او پوستکي پرځای د بریښنایي او پلاستیکي توکو څخه جوړ شوی.

په دې هوټل کې د لیکسي، میکا او د ایریل په نومونو سره روبوټونه کار کوي، چې په هرې ممکنې طریقې د میلمنو سره مرسته کوي. له دې وړاندې هم په ۲۰۱۵ کال د جاپان د توکیو په ښار کې د هوټل کارونه ماشینونو او روبوټونه ور کړل شوي دي، خو سږ کال د جوهانسبرګ د ښار د سکایي په هوټل کې په بشپړ ډول سره د کوربه توب کارونه روبوټونو ته ورکړل شوي، یاده دې وي چې دا روبوټونه په هغه هیواد کې په کار ګمارل شوي، چې د بې روزګارۍ کچه یې لوړه شوې ده.

اوسمهال په جنوبي افریقا کې د بې روزګارۍ کچه له دیرش سلنو څخه هم ډېره شوې، نو ځکه خو په دې اړه د هوټل مدیر وایي چې خلک یې له کاره نه دي لېرې کړي بلکې د نوو روبوټونو لپاره ځای جوړ کړی.

درې واړه روبوټونه د ګوټو یا اطاقونو په تیارولو کې مرسته کوي او تر درې سوه کیلو ګرامو پورې وزن هم تر کوټو پورې وړلی شي او که چېرته د کورونا ناروغ راشي نو حالات به له خرابېدو څخه ژغوري، که څه هم روبوټ د خپل ځان په اړه څه نه شي ویلی، خو د مصنوعي ځیرکتیا په سبب د خلکو څېرې پېژندلی شي او دا هم معلومولی شي چې په هوټل کې موجود میلمه خوښ دي او که د ناخوښۍ احساس کوي، دغه راز میلمانه هم د روبوټونو په لېدو د خوښۍ احساس کوي او کارونه ورته سپاري.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …