د امریکا د متحده ایالاتو یو پیلوټ ادعا کړې، چې د الوتکې د الوتنې پرمهال یې د فضایي مخلوق بېړۍ یا الوتکه لېدلې ده.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي ځواک یو پیلوټ په خوا یو ناپېژنده شی د الوتنې پرمهال لېدلی، چې په عموم کې ورته د فضایي مخلوق بېړۍ یا الوتکه ویل کېږي، خو د موجودیت په اړه یې تر اوسه پورې سم معلومات یا شواهد نه دي ترلاسه شوي.
د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه بېړۍ د فبرورۍ په یوویشتمه (۲۱) نیټه د امریکا د نوي مکسیکو د ایالت په فضایي حدودو کې لېدل شوې او پیلوټ خپلې اړوند ادارې ته ویلي دي، چې په ګرد یا ګول شکل یې یو شی لېدلی، چې په ډېر سرعت سره یې الوتنه کوله.
پیلوټ ویلي دي، چې دغه نامعلوم شی شي یا بېړۍ تقریباً د شپږ دیرش زره فوټو په لوړوالي سره الوتنه کوله او دغه پېښه اړوند هوایي شرکت هم منلې ده. پیلوټ زیاته کړې چې نامعلوم شیان یې د الوتکې پر سر الوتنه کوله.