کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو اوس خبر دادی که چېرته په ورځني ډول دوه ځلې مېوې او درې ځلې د سبو د استعمال عادت خپل کړو، نو له ناروغیو مو ژغوري او د عمر د ډېرېدو سبب مو ګرځي.

د یوې سروې له مخې چې په شل لکو کسانو ترسره شوې ویل کېږي، چې د سبو او مېوو په استعمال سره د سرطان، لوړ فشار، د زړه د ناروغیو او د شکر د ناروغیو په څېر د ناروغیو مخنیوی کېږي.

د څېړونکې ډلې مهم غړی استاد ډونګ وینګ وایي، چې له دې وړاندې روغتیایي کارپوهانو د مېوو او سبو په استعمال ټینګار کاوه، خو اوسمهال د نوې څېړنې له مخې د سمې اندازې په اړه هم معلومات ترلاسه شوي.

څېړونکو د څېړنې له مخې ویلي چې په ورځني ډول په لږه لږه اندازه پنځه ځلې د مېوو خوړل ګټور وي او له دې څخه ډېر خوراک بیا ځانګړې ګټه نه لري، نو اړینه ده چې دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورو.

دوی زیاتوي چې د آلو، مټرو، جوارو او یوازې د مېوو د اوبو په استعمال سره ځانګړې ګټې نه ترلاسه کېږي، خو که چېرته د شنو پاڼو لرونکي خواړه یاسابه لکه پالک او اوبه لرونکي مېوې وکارول شي نو بیا ګټورې تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …