کورپاڼه / روغتيا / د لمر ګلي زړي د شکر ناروغیو ته ګټور تمامېږي

د لمر ګلي زړي د شکر ناروغیو ته ګټور تمامېږي

د لمر ګلي زړي پخپل جوړښت کې ډېرې زیاتې ګټې لري، چې ځینې مهمې به یې دلته ذکر کړو، خو له هغې وړاندې باید د لمر ګلي د زړو د غذایي توکو په اړه معلومات ترلاسه کړو.

ویل کېږي چې د لمر ګلي په زړو کې ۱۶۳ کالوري، ۱۴ ملي ګرامه غوړ، ۵.۵ ملي ګرامه پروټین، ۶.۵ ملي ګرامه کاربوهایډریټ، ۳ ملي ګرامه فایبر، ۳۷ سلنه ویټامین اي، تر لسو سلنو ویټامین بي، تر یوولس سلنو اوسپنه، نهه سلنه میګنیزیم او لس سلنه زنګ لري.

د لمر ګلي زړي د سوخت ضد ځانګړتیا لري، د زړه او شکر د ناروغیو مخنیوی کوي او د لوړ فشار او فلج خطر کموي او هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید د تل لپاره د ځان معاینات وکړي او په ورځني ډول دې یو موټی د لمر ګلي زړي استعمال کړي، نو په شکر کې به یې لس سلنه کمښت رامنځته شي.

د لمر ګلي په زړو د زنک شتون په بدن کې د درې سوو پر شاوخوا کې انزایم متحرک کوي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سیلینیم شتون یې بیا د میکروبونو په وړاندې مقابله کوي او بیټا سیټوسټرول په نوم ماده بیا د سینې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

دغه راز د لمر ګلي په زړو کې د فایبرو شتون د وینې خراب کلیسټرول کموي او د ویټامین بي ۶ شتون یې طبیعت ښه کوي او حافظې ته قوت وربخښي.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …