د افغانستان او زمبابوې ترمنځ نن لومړۍ ټېسټ لوبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې ده، چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې کمزورې توپوهنه ترسره کړه.
د پچې تر ګټلو وروسته اصغر افغان د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې افغانستان په ٤٧ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې.
د افغانستان له خوا افسر ځاځي ٣٧، ابراهيم ځدراڼ ٣١، امير حمزه هوتک ١٦ ناسوځېدلې، اصغر افغان ١٣، منير احمد کاکړ ١٢، رحمت شاه ٦، حشمت الله شهيدي ٥، عبدالواسع ٣، يمين احمدزي ١ او عبدالمالک او ظاهر خان بيا په صفر وسوځېدل.
د زمبابوې له خوا بليسينګ موزرباني او ويکټور نياچي ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه، موزربراني ٤ او نياچي ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ډونالډ ټيريپانو، سين ويليمس او سکندر رضا هم ١-١ ويکټ واخيستې.
د يادولو وړ ده چې زمبابوې هم لومړۍ پاڼۍ پيل کړې ده، چې تراوسه پورې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢ منډې کړې دي، يمين احمدزي او امير حمزه هوتک ١-١ ويکټ اخيستې دي.
په دې لوبه کې راشد خان د ګوتې د ټپ له امله نه لوبېږي، همدا راز عبدالمالک، منير احمد کاکړ او عبدالواسع بيا خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.