کورپاڼه / جالب / د ايپل ايفون اخيستونکې ښځې ته د ايپل جوس ورولېږل شو
ايفون موبايل او ايپل جوس

د ايپل ايفون اخيستونکې ښځې ته د ايپل جوس ورولېږل شو

يوې چينايۍ ښځې د ايپل په رسمي وېبپاڼه د ايفون ١٢ پرو مېکس موبايل اخيستى و، خو داسې څه ورته راولېږل شو، چې له حېرانتيا ګوته په غاښ پاتې شوه.

دغه ښځې د چين په ټولنيزه رسنۍ ويبو باندې په دې اړه يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې ايفون ١٢ پرو مېکس يې په انلاين بڼه په ١٥٠٠ امريکايي ډالر اخيستى و.

د حېرانتيا خبره دا ده چې دې ښځې د ايپل په رسمي وېبپاڼه کې دا موبايل اخيستى و، خو کله چې ورته راورسېد، نو چې يې په ډبي کې وکتل، هغې ته د ايپل جوس رالېږل شوى و.

دغه ښځه وايي، چې دا پارسل هغې ته نېغ په نېغه نه راتللو، بلکې کور ته نږدې د يو لاکر انتخاب يې کړى و، خو د ايپل شرکت وايي، چې دوى د ايفون ١٢ پرو مېکس موبايل په ورکړل شوي ادرس باندې ورلېږلى و.

خو دغه چينايۍ ښځه وايي، چې هغې ته د ايفون موبايل پر ځاى د ايپل جوس ورلېږل شوى دى او دغه ښځې په ځايي حوزه کې د ايپل شرکت پر ضد عريضه هم کړې ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …