په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي او د ٢٠٢٧ کال څخه به بيا خلکو ته خدمات پيل کړي.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ځمکې ته نږدې په فضا کې د نړۍ دا لومړنى هوټل به رسټورانټ، سينما او د اوسېدو لپاره ځانګړي ځايونه ولري او په يو وخت کې به پکې ٤٠٠ کسان پاتې کېداى شي.
دا هوټل د فضايي تعميراتو جوړونکي مشهور شرکت (اربيټل) له لوري جوړېږي، چې په ٢٠٢٧ کال کې به د خلکو لپاره چمتو او خدمات به وړاندې کړي.
په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې فضايي هوټل کې به هغه ټولې اسانتياوې وي، کومې چې په سمندر کې د ګرځېدونکي کروزشپ يا کښتۍ کې وي.
دا هوټل به په يو ځانګړي څرخېدونکي ډيزاين کې جوړ شي، چې د استوګنې لپاره به پکې پوډز يا پوډونه جوړېږي. د استوګنې لپاره دا ځانګړي ځايونه چې د کومو کسانو له خوا جوړېږي، هغوى کولاى شي چې دا په ناسا يا هم د اروپا په فضايي ادارې وپلوري.
دا هوټل به بېلا بېلې برخې ولري، چې د هوټل د کارکوونکو لپاره به هم پکې ځانګړي ځايونه جوړ شي، همدا راز د اوبو، برېښنا او هوا د بندوبست لپاره به هم ځايونه ولري.