کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان سوپر ليګ: دوه نور بهرني لوبغاړي هم په کورونا اخته شو
پاکستان سوپر ليګ

پاکستان سوپر ليګ: دوه نور بهرني لوبغاړي هم په کورونا اخته شو

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو کې د فواد احمد نه وروسته دوه نور بهرني لوبغاړي هم په کورونا ويروس اخته شوي دي، خو پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې لوبې به په خپل وخت ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې مسوول سميع الحسن برني په يوه خبري ناسته کې ويلي دي، چې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې لوبغاړي فواد احمد د کورونا ټېسټ مثبت راتلو وروسته دوى ٢٤٤ ټېسټونه کړي دي، چې ٣ پکې مثبت راغلي دي.

هغه زياتوي، هغه درې کسان چې ټېسټونه يې مثبت راغلي دي، دوه بهرني لوبغاړي او يو هم د سټاف غړى دى. ويل کېږي چې دا درې نوي کسان چې د کورونا ټېسټونه يې مثبت راغلي، د کراچۍ کنګز، اسلام اباد يونايټيډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلې سره دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د کومو لوبغاړو يا نورو کسانو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، هغوى يې کرنټين کړي دي، خو لوبې به په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

سميع الحسن برني وايي، چې پرون د اسلام اباد يونايټيډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلې لوبه چې د فواد احمد د ټېسټ مثبت راتلو وروسته ځنډول شوې وه، نن به په ټاکلي وخت ترسره شي.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …