د افغانستان او زمبابوې د لومړۍ ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ پاى ته ورسېده، چې زمبابوې له افغانستان نه ٢ منډې مخکې ده، خو پنځه لوبغاړي يې لا هم ناسوځېدلي پاتې دي.
دا لوبه چې نن د متحده عربي اماراتو په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيل شوه، اصغر افغان د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣١ منډې وکړې، چې افسر ځاځي ٣٧ او ابراهيم ځدراڼ ٣١ زياتې منډې وکړې. د زمبابوې له لوري بليسينګ موزرباني ٤ او ويکټور نياچي ٣ لوبغاړي وسوځول.
زمبابوې لومړۍ پاڼۍ پيل کړه، چې د ورځې تر پاى پورې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې ترلاسه کړې، د دوى له لوري سين ويليمس ٥٤ ناسوځېدلې او سکندر رضا ٤٣ منډې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري بيا امير حمزه هوتک ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز يمين احمدزي هم ١ ويکټ واخيسته.
زمبابوې اوسمهال د افغانستان څخه ٢ منډې مخکې ده، چې سبا به په دويمه ورځ هم توپوهنه پيل کړي.