کورپاڼه / روغتيا / د سبزیجاتو غذایي رژیم څه ډول وي او له کومو تېروتنو باید ځان وساتو؟

د سبزیجاتو غذایي رژیم څه ډول وي او له کومو تېروتنو باید ځان وساتو؟

د نړۍ په سطحه د سبزیجاتو غذایي رژیم ډېر شهرت لري او هغه خوراکي توکي ور پکې شامل وي چې د حیواناتو پرځای له سبزیجاتو ترلاسه کېږي او هغه خوراکي توکي هم پکې لږ وي چې د روغتیا لپاره زیانمن وي.

د سبزیجاتو غذایې رژیم نه یوازې دا چې وزن کموي او د زړه لپاره ګټور وي بلکې د ذهن لپاره هم اغېزمن تمامېږي، دغه راز د شکر د ناروغیو خطر هم کموي، خو ددې ډول غذایي رژیم په اړه ځینې داسې تېروتنې هم کېږي چې په غذایي توکو کې یې کمښت رامنځته کوي.

– نامناسب خواړه یا غذا:

په خوراکي توکو کې غذایي توکو ته پاملرنه ستونزمنه وي او دې خبرې ته باید پام وکړو چې په خوراکي توکو کې پروټین، ویټامین بي ۱۲، ویټامین ډي، اومیګا تري فیټي اسید او اوسپنه وي.

– خوراکي توکو ته پلان جوړونه:

خوراکي توکو ته په پلان جوړونې سره کولی شئ چې خپلو خوراکي توکو کې غذایې توکو ته پاملرنه وکړئ او له نامناسبو خوراکي توکو څخه ځان وساتئ.

– کارب لرونکي خوراکي توکي:

د بوټو یا سبو څخه د غذایي رژیم په پلانولو کې ډېر کسان کارب ډېر استعمالوي او د پروټینو ورګډول هېروي او د پروټینو استعمال خورا اړین وي.

– بیړه کول:

که چېرته د سبزیجاتو غذایي رژیم د یوې یا دوو ورځو لپاره استعمال شي نو له ستونزو سره مو مخ کوي او ممکن د خوراکي توکو دغه عادت تر ډېره پورې خپل نه کړئ، نو ورو ورو په خوراکي توکو کې بدلون راولئ او د هضم له ستونزو هم ځان وساتئ.

– په کور کې پخلی نه کول:

که چېرته تاسې له بازار څخه تیار کړي توکي اخلئ او استعمالوئ یې نو په بشپړ ډول ترې ګټه نه شئ اخیستلی او پرځای د کور خوراکي توکي وکاروئ.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …