د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ له امله استعفا ورکړې ده، هغه څو مياشتې وړاندې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ټاکل شوى و.
رحمت الله قريشي د ٢٠٢٠ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د اجراييوي رييس په توګه خپله دنده پيل کړې وه، چې نوموړى د عمومي رييس فرهان يوسفزي له لوري ټاکل شوى و.
په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخوانى مسوول او ورزشي خبريال ابراهيم مومند خبر ورکړى دى. هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((د کرکټ بورډ اجراييوي مشر رحمت الله قريشي چې نيمه لسيزه يې کرکټ بورډ ته د ورتګ هلې ځلې کړې وې، اوس د څو مياشتو دندې وروسته اداره کې د ګډوډيو له کبله استعفا ورکړه.))
د اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په اړه ځينو سرچينو دا هم ويلي و، چې د ځان لپاره يې په لوړو معاشونو باندې درې سلاکاران ټاکلي دي، چې دا سلاکاران يې په غېر قانوني ډول ټاکلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول تراوسه پورې د اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د استعفا په اړه څه نه دي ويلي. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ نظر هم ترلاسه کړو، خو بريالي نه شو.