نن ورځ موږ خپل مینوالو او لوستونکو ته ځینې داسې عکسونه برابر کړي، چې په حقیقت کې شتون لري او د تیږي یا ډبرې شکل یې غوره کړی دی، نو راځئ چې نن ورځ یو څو حیرانوونکې عکسونه وګورو.
واورینه اور شېندنه:
دا یو داسې اورشیندونکی دی چې په ایسلینډ کې شتون لري، چې له ډېر پخوا څخه نه دی چاودلی خو ساینسپوهان وایي چې په نږدې وخت کې به وچاودېږي.
کنګل شوی تمساح:
دا عکس په ۲۰۰۸ کال کې اخیستل شوی چې تمساح ګان ور پکې په کنګل شوي شکل کې لېدل کېږي.
په واوره کې کنګل شوی موټر:
په ۲۰۱۶ کې په جنوبي امریکا کې یو موټر په داسې حالت کې لېدل شوی او د یخ په ټوټه بدل شوی چې بیا د اړوند کارکوونکړ لخوا په ستونزمن ډول سره ترې واوره اوبه شوه.
په یخ کې کنګل شوي ماهیان:
دا تقریباً پنځه زره کنګل شوي ماهیان او ددې ځای د ښکلا لپاره کنګل شوي دي.
په یخ کې کنګل شوې ګیدړه:
دا عکس د هغه ګیدړې دی چې په اړه یې ویل کېږي چې په اوبو کې لویدلې او بیا کنګل شوې ده.
د ماهي په خوله کې ماهي:
دا تصویر د دوو ماهیانو د جنګ تصویر دی، چې غټ یې د وړوکي د تېرولو هڅه کوي، چې بیا کنګل شوي دي.