د امریکا او جاپان ساینسپوهانو د ځمکې د چاپیریال یو داسې ماډل جوړ کړی، چې پر ځمکه یې د ژوند د پای ته رسېدلو په اړه حیرانوونکې وړاندوینه کړې ده.
د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې امریکایي او جاپاني ساینسپوهانو په ګډه څېړنه کې د جوړ شوي ماډل له مخې معلومه کړې، چې یو میلیارد کلونه وروسته به پر ځمکه د اکسیجن اندازه دومره کمه شي چې په ځمکه به د ژوند کولو امکان بېخي کم شي.
ساینسپوهانو ویلي چې د لمر وړانګې د وخت په تېرېدو سره تېزېږي او د ځمکې د سطحې د تودوخې درجه او د نباتاتو د فوتوسنتز عملیه اغېزمنوي.
کله چې پورته ذکر شوې پېښه رامنځته شي نو د ځمکې د تودوخې درجه ډېره شي او د اکسیجن اندازه به هم کمه شي، خو د دا ډول کړنې ترسره کېدنې ته لږ تر لږه یو میلون کلونو ته وخت پاتې دی.
ساینسپوهان وایې چې د څېړنې له پایلو یې په دې په معلومات کولو کې آسانتیا رامنځته کېږي، چې موږ باید په څومره وخت کې د ژوند لپاره بله سیاره ولټوو، خو که چېرته داسې کومه سیاره ونه موندل شوه، نو بیابه انسانیت له منځه ولاړ شي او ژوند به پای ته ورسېږي.