کورپاڼه / جالب / په تایلینډ کې یوې ښځې د قدم وهنې پرمهال د یو لکو پنځه اتیا زرو پونډو کانګې (قۍ) موندلي

په تایلینډ کې یوې ښځې د قدم وهنې پرمهال د یو لکو پنځه اتیا زرو پونډو کانګې (قۍ) موندلي

ویل کېږي چې په تایلینډ کې یوې نهه څلویښت (۴۹) کلنې ښځې د سمندر پر غاړه د قدم وهنې پرمهال داسې څه پیدا کړي، چې په سبب یې شتمنه شوې ده.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه نهه څلویښت کلنه ښځه سیریپورن نیامرین نومېږي او وایي چې د تایلینډ په نیخون ایالت کې یې د فبرورۍ په درویشتمه نیټه د ساحل په غاړه قدم واهه، چې په همدې دوران کې یې د نهنګ کانګې یا قۍ وموندلې، چې بیا یې په بازار کې په لوړ قیمت سره وپلورلې.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د موندل شوو کانګو وزن تقریباً تر شپږو کیلو ګرامو پورې وزن درلود، چې په يو لک او پنځه اتیا زره (۱۸۵۰۰۰) پونډو سره وپلورل شوې.

سیریپورن ته په لومړیو کې نه وه معلومه چې دا کانګې به په دومره لوړ قیمت سره وپلورل شي، سیریپورن وایي چې، ما فکر کاوه چې دا به شاید کوم لوړ بیه توکی وي او په همدې موخه مې له ځان سره کور ته راوړې او کله چې مې ګاونډیانو ته ور وښوده نو هغوی راته وویل چې دا د نهنګ کانګې دي او په لکونو پونډو سره پلورل کېږي.

یاده دې وي چې د نهنګ کانګو ته عنبر هم ویل کېږي، چې د نړۍ په قیمت بیه سپریو یا عطرو کې استعمالېږي، که چېرته دغه کانګې ترڅو ورځو پورې آزادې هوا او لمر ته کېښودل شي، نو تېزه خوشبو ترې پورته کېږي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …