کورپاڼه / بېلا بېل / په امریکا کې یوې ښځې له خپل ځان سره واده کړی

په امریکا کې یوې ښځې له خپل ځان سره واده کړی

په امریکا کې یوې ښځې د یو داسې لامل په سبب له خپل ځان سره واده وکړ، چې په اورېدو به یې خواشني شئ.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه ښځه میګ نومېږي او د امریکا د جارجیا د ایالت د مرکز اتلانتیا اوسېدونکې ده او د خپل نامزاد سره یې یوځای د واده لپاره ټول پلانونه نېولي ول، خو نامزاد یې ورسره له وادې وړاندې اړیکه ختمه کړه.

ویل کېږي چې میګ د نامزاد په پرېښودو همت له لاسه ور نه کړ او د واده تیاریانو ته یې ادامه ورکړه او په ترتیب شوو مراسمو کې یې له ځان سره واده وکړ، چې د واده لپاره یې نه یوازې دا چې ځانګړی کیک تیار کړی و، بلکې ځانته یې د واده ګاڼې او ګوتمۍ هم جوړه کړې او په لاس کړې وه.

د میګ دې ځانګړي او جالب واده ته د میګ خپل او خپلون او ملګري یې راغلي ول او په مراسمو یې یو نیم زر ډالر لګښت راغلی و. ویل کېږي چې د مراسم پرمهال میګ خپله ګوتمۍ په لاس کړه او په هینداره کې یې خپل ځان ښکل کړ.

له واده وروسته میګ ویلي دي، چې زه د خلکو د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره واده کول نه غواړم، بلکې ما ځکه له خپل ځان سره واده وکړ ترڅو خپل هیلو او غوښتنو ته غوره والی یا ترجیح ورکړم.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …