کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو لنډه نکاح؛ په دریو دقیقو کې بېرته طلاق واقع شو

د نړۍ ترټولو لنډه نکاح؛ په دریو دقیقو کې بېرته طلاق واقع شو

د موقتي یا لنډمهاله نکاح ګانو په اړه به مو اورېدلي وي، چې دا ډول نکاح ګانې له اسلام دمخه د جهالت په دوره کې ترسره کېدې او د اسلام په راتګ سره ورڅخه د منعې حکم وشو. خو نن ورځ د یو داسې نکاح په اړه خبرې کوو چې دومره لنډ وخت یې نېولی چې باور کول به درته ستونزمن وي.

د shortlist.com د راپور ویل کېږي، چې دغه پېښه په ۲۰۱۹ کال هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یوه کویټې جوړه یعنې ښځه او خاوند محکمې ته لاړل او د قاضي ترمخ یې په نکاح نامه کې لاسلیکونه وکړل او کله چې بېرته وګرځېدل، د ناوې پښې وښویدې او پر ځمکه ولویده.

راپور زیاتوي، زوم ددې پرځای چې له ناوې سره مرسته وکړي او راپورته یې کړي، برعکس ناوې ته یې د کم عقلې صفت وکاراوه، چې ناوې ته په د زوم په دې کار سره غوسه ورغله او سمدستي بېرته قاضي وګرځېده او همالته یې ورڅخه طلاق واخیست.

د کویټ د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په دې واده کې د نکاح او طلاق ترمنځ یوازې درې دقیقې وقفه وه او دغه واده د کویټ په تاریخ ترټولو لنډ واده یا نکاح ګڼل شوې ده او ډېر امکان دې ولري چې د نړۍ ترټولو لنډه نکاح هم واوسي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …