کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

د کورونا له ویروس څخه وېره په دومره اندازه کې ده، چې د یوې وروستۍ سروې له مخې ۵۹ سلنه خلکو ویلي، چې د میکروبونو او ویروسونو له وېرې به په راتلوونکې وخت کې له چانه غېږه نه چاپیروي، ښکلوي به یې نه او لاس به هم نه ورکوي.

خو اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې څېړونکو په غېږ کې د نېولو یوه داسې ګټه بیان کړې، چې د کورونا ویروس وېره به یې له ذهن څخه ووځي او خلکو ته به لاسونه د غېږې لپاره پرانېزي.

د میل انلاین د راپور له مخې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ویلي، چې په غېږ کې له نېولو سره انسان له څو ډوله ناروغیو خوندي پاتې کېږي او د نورو په پرتله اوږد ژوند کوي.

د لندن او ګولډ سمت پوهنتون څېړونکو د ۱۱۲ هیوادونو ۴۰ زره کسانو باندې څېړنې کړي، د څېړونکي ډلې مشر استاد مایکل بینیسي وایي، چې له څېړنو ثابته شوه هغه کسان چې د نورو بدن څومره لمسوي په هماغه اندازه به یې د تنهایۍ یا یواځیتوب احساس کم وي او پر بدني او رواني روغتیا یې مثبتې کوي.

په څېړل شوو کسان کې هغه کسان چې د لېدنې پرمهال یې غېږ کې یو بل نېول د وینې فشار یې برابر و، ذهني آرامتیا ور په برخه وه، دفاعي سیستم یې پیاوړی و او په همدې له ناروغیو خوندي ول، چې د اوږد ژوند څښتنان به هم شي.

دا هم ولولئ

آیا وېره ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي؟

د یو انسان د شخصیت د ډېرو اړخونو اغیزه د هغه د شخصیت پیژندنه کوي، …