کورپاڼه / بېلا بېل / هغه سیمه چې سختې یخنۍ یا سړو په سبب ویرانه پرته ده

هغه سیمه چې سختې یخنۍ یا سړو په سبب ویرانه پرته ده

په روسیه کې د ډېرې سختې یخنۍ یا سړو په سبب یو ښارګوتی تش کنډر پاتې شوی، د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه ښار د ورکوتا څخه په ۲۲ کیلو میترو فاصله کې واقع دی او د تودوخې درجه یې له منفي پنځوس درجو څخه هم ښکته کېږي، چې په همدې سبب یې اوسیدونکی ښارګوټی پرېږدي او نورو سیمو ته ځي، چې له دوه نیمو لیسزو څخه همداسې کنډر پاتې دی.

په دې وروستیو کې یو عکس اخیستونکی یاد ښارګوټي ته تللی او له ورانو او کنډرو ودانیو څخه عکسونه اخیستي او په ټولنیزو رسنیو کې یې عکسونه خپاره کړي، چې د خلکو د حیرانۍ سبب ګرځېدلي.

په دې عکسونه کې لېدل کېږي چې دننه کورونه هم له واورو څخه ډک دي. راپورونه وایي چې په دې سیمه کې ډېر کارونه هم پیدا کېږي، ځکه چې د ورکوتا د ډبرو د سکرو کان له ډېر شهرت څخه برخمن دی، خو له دوو لیسزو څخه په دې سیمه کې کارونه کم شوي دي، ځکه چې په دومره سړه سیمه کې اوسېدل ناشوني دي او اوسیدونکي یې نورو سیمو ته تللي.

دا ښارګوټی د تاریخ له پلوه هم خورا ارزښت لري او د جوزف سټالین په دور کې د زندانیانو لخوا جوړ شوی و او په دې سیمه کې د جوزف سټالین لخوا د ګولاګ زندان جوړ شوی و، چې د بندیانو په شکنجه کولو کې یې بد نوم لرلو.

دا هم ولولئ

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د …