د پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډله هغه يوازينۍ لوبډله ده چې تراوسه پورې يې هېڅ بريا نه ده ترلاسه کړې او په څلور لوبو کې يې څلور ماتې خوړلې دي.
د پاکستان سوپر ليګ ١٢مه لوبه تېره ورځ د کوټې ګليډيټرز او اسلام اباد يونايټيډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه اسلام اباد وګټله او کوټې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کوټې ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې سرفراز احمد ٥٤، محمد نواز ٣١ ناسوځېدلې او بين کټينګ ٢٣ منډې ترلاسه کړې.
د اسلام اباد يونايټيډ له لوري فهيم اشرف ٣، حسن علي ٢ او شاداب خان ١ ويکټ واخيستې.
د ١٥٧ منډو هدف د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې په ١٧ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري پال سټرلينګ ٥٦، روحيل نظير ٣٤، اليکس هيلس ٢٣ او شاداب خان ٢١ منډې ترلاسه کړې.
د کوټې ګليډيټرز له لوري زاهد محمود ٢، محمد حسنين او ډيل سټين ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فهيم اشرف ته ورکړل شوه.
دا د کوټې ګليډيټرز څلورمه لوبه وه، چې څلورو واړو لوبو کې يې ماتې وخوړه، همدا راز اسلام اباد يونايټيډ بيا په خپله څلورمه لوبه کې دريمه بريا خپله کړه او د ٦ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه.
نن د پاکستان سوپر ليګ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه کې کراچۍ کنګز او پېښور زلمي او په دويمه لوبه کې د ملتان سلطانز او کوټې ګليډيټرز لوبډلې مخ کېږي.