د یوې نړیوالې څېړنې له مخې څرګنده شوه چې د ماشومانو د لوبو په پلاستیکي وسایلو کې هغه زیانمن کیمیاوي مواد استعمالېږي، چې د سرطاني ناروغیو سبب ګرځي.
د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ماشومانو د لوبو په وسایلو کې له سلو ډېر زیانمن کیمیاوي مواد موندل کېږي، چې بیا د ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي.
د څېړنې پرمهال یې د ماشومانو د لوبو په پلاستیکي وسایل کې کلک، نرم او ګاز لرونکې ۴۱۹ ډوله کیمیاوي مواد وموندل شول، چې ۱۲۶ یې داسې ول چې د سرطاني او ناسرطاني اغېزو پر سبب د ماشوم روغتیا ته زیانمن تمامېږي.
څېړونکی ډاکتر پیټر فانټکی وایي، چې په دې کیمیاوي موادو کې ۳۱ پلاستیکي، ۱۸ شعلې ډېرونکې او ۸ یې د زیانمنې خوشبو لرونکي دي، چې په ډېرو هیوادونو کې یې د مخنیوي کوم اغېزمن سیستم هم نشته.
څېړونکې وایي چې د لوبو په پلاستکي وسایل باید د ټولو هغه کیمیاوي موادو نومونه باید ولیکل شي چې ور پکې استعمالېږي او ترڅنګ دې حکومتونه هم داسې ادارې رامنځته کړي ترڅو یې له زیانونو مخنیوی وشي.