کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې واده شوې ښځه په يو بل کس په ٧ لکه خرڅه شوې، خو ښځې څه وکړل؟
دويم واده

پاکستان کې واده شوې ښځه په يو بل کس په ٧ لکه خرڅه شوې، خو ښځې څه وکړل؟

په پاکستان کې يوه واده شوې ښځه په يو بل سړي په ٧ لکه (٧٠٠ زره) کلدارو خرڅه شوې وه، خو دغه ښځه د ورا څخه په نيمايي لار کې تښتېدلې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د سند په کشمور کې يوه ناوې هغه مهال وتښتېدله، کله چې ورا د زوم کور ته نږدې شوه، دغه ښځه پوليسو ته لاړه او هغوى ته يې وويل، چې په زوره واده کېږي.

دا ښځه پرويزن نومېږي او د قادرو بګټي په نوم يو کس سره يې واده وشو، د نکاح نه وروسته هغه په ټريکټر کې وړل کېده، چې په لاره کې يې خلکو ته وويل، چې زړه يې خرابېږي او کانګې ورځي، خو کله چې د ټريکټر څخه کوزه شوه، نو وتښتېدله.

په راپور کې ويل شوي دي، پرويزن نږدې د پوليسو حوزې ته ځان ورساوه او هلته يې پوليسو ته وويل، چې هغه له مخکې څخه واده ده، چې د يو ماشوم مور هم ده، خو خپل تره په قادرو بګټي په ٧ لکه روپۍ پلورلې ده او په زوره يې د دويم ځل لپاره واده کړه.

پوليسو د دغه ښځې د عريضې ليکلو وروسته چټک ګامونه پورته کړل، خو د هغې دويم خاوند، تره او همدا راز د واده ټول مېلمانه له ځايه تښتېدلي و.

پوليسو ځايي رسنيو ته ويلي دي، چې ښځه دوى خوندي ځاى ته رسولې ده، چې محکمې ته به وړاندې شي او له هغه وروسته به نور ګامونه پورته کړي.

دا هم ولولئ

آیا وېره ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي؟

د یو انسان د شخصیت د ډېرو اړخونو اغیزه د هغه د شخصیت پیژندنه کوي، …