کورپاڼه / هنر او کلتور / اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو په سبب د غوسه ناکو سکان لخوا درول شوي او بې عزتي یې کړې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د بزګرو ملاتړي سک په ممبیي کې د اجی دیوګن موټر درولی او د موټر ترمخ یې پرلت وهلی، دغه راز په دې دوران کې یې له اجي دیوګن څخه ویډیو هم کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

د ویډیو له مخې لېدل کېږي چې اجی دیوګن د موټر په مخکیني سیټ کې ناست دی او د سختې نا آرامۍ دی او له غوسه ناکو سکانو څخه بخښنه غواړي.

پاڅون کوونکي سکان وایي، چې نوموړی د پنجاب خلاف او دښمن دی او شرمېږي هم نه، هغه کس چې د اجی دیوګن د موټر ترمخ یې پاڅون کړی او اجی دیوګن ته یې بې عزتي ور اړولې راجدیپ سنګ نومېږي او د هند د پنجاب اوسېدونکی دی او تر پنځلس دقیقو یې اجی دیوګن درولی و، بله خوا د اجی دیوګن د امنیتي کسانو په غوښتنه پاڅون کوونکی نېول شوی.

یاده دې وي چې په هندوستان کې راپورته شوي پاڅونونه د هند د زراعتي قانون په خلاف راپورته شي او بحثونه پرې روان دي.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …