کورپاڼه / روغتيا / ځیرکو موبایلونو د ټولې نړۍ خوبونه تښتولي

ځیرکو موبایلونو د ټولې نړۍ خوبونه تښتولي

له یوې څېړنې څخه معلومه شوه چې د ټولې نړۍ په ځانګړي ډول د ځوانانو د خوبونو د بربادۍ یا تښتونې ترټولو لوی علت ځیرک موبایلونه دی.

د یوې څېړنېز سروې له مخې چې د کنګ کالج لندن لخوا په ۱۰۴۳ زده کړیالانو ترسره شوې او په انلاین او شخصي ډول یې د دوی د ځیرکو موبایلونو او د خوب پر معیار څېړنې ترسره شوې او معلومه یې کړه چې زده کړیالان تر کومه حده ځیرک موبایلونه کاروي.

له پایلو څرګنده شوه چې ۴۰ سلنه کسان د ځیرکو موبایلونو د استعمال بېخي عادت دي، چې دغه شمېره د مخکینۍ مشاهدو سره سمون خوري. په څېړل شوو کسانو کې ځینې ویل چې د شپې تر یوې بجې پورې ځیرک موبایلونه کاروي، چې د بې خوبۍ کچه یې هم درې برابره ډېره وه او هغه کسان چې د شپې تر ناوخته یې د ځیرکو موبایلونو د کارولو اعتراف کړی و، د خوب ستونزې ډېرې وې، یعنې خوب یې کم، خراب او د کمزورۍ ښکار ول.

څېړونکی ډاکتر وسیوولوډ پولوسکي وایي، چې وړاندې له دې چې بسترې ته لاړ شو لیپ ټاپ، موبایل او ټابلیټ باید بند کړو او په هیڅ حالت کې هم باید بسترې ته یو نه وړل شي، نوموړی وایي چې د موبایل وړانګې د بدن میلاټونین کموي او دا هورمون د خوب په راوستلو کې مهم رول لوبوي، نو که چېرته زموږ په بدن کې ددې هورمون کچه برابره وي نو د خوب په ښه والي کې راسره مرسته کولی شي.

بل لوري ته روغتیایي کارپوهانو د ځیرکو موبایلونو استعمال له سګریټ څکولو هم خطرناک ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د موبایلونو استعمال د وبا حیثیت لري، چې د نړۍ په سطحه یې د ځوانانو خوبونه برباد کړي دي، روغتیایي کارپوهان وایي چې د موبایل ناروغي ګڼي او د نوموفوبیا نوم یې ورکړی دی.

له ځیرکو موبایلو څنګه ځان وساتو؟

  • په لومړي ورځ څو ځلې د موبایل د بندولو عادت خپل کړئ، چې بیابه د شپې پرمهال هم درته آسانه شي.

  • که چېرته شوني وي د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنونه لېرې کړئ.

  • له کورنۍ سره خبرې وکړئ، موټر وچلوئ او د ماشومانو په روزنه کې برخه واخلئ.

  • د شپې پرمهال د موبایل سکرین بلیک او وایټ کړئ.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …