د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې دويمه ورځ پيل شوې ده، چې ويسټ انډيز توپوهنه کوي او سين ويليمس او ريګيس چکابوا توپوهنې ته ولاړ دي.
د دويمې ورځې د لوبې پيلېدو په پيل کې ابراهيم ځدراڼ د ريان برل ويکټ ترلاسه کړه، چې نوموړي ٨ منډې کړې وې، خو له هغه وروسته ريګيس چکابوا د ويليمس ملګرتيا ته راغى.
سين ويليمس تراوسه پورې ٨٣ ناسوځېدلې منډې کړې دي او د زمبابوې منډې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٨ منډو ته رسولي دي چې له افغانستان څخه ٧٧ منډې مخکېوالى لري.
همدا راز ريګيس چکابوا هم بيا ٤٣ ناسوځېدلې منډې کړي دي او افغانستان ته مهمه ده چې دا دواړه توپوهونکي ژر وسوځوي، ځکه چې بيا به په دويمه پاڼۍ کې ورته ډېرې منډې کول پکار وي.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣١ منډې کړې وې، چې افسر ځاځي ٣٧ او ابراهيم ځدراڼ ٣١ زياتې منډې ترلاسه کړې وې.