کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان د راتلونکي اختر لپاره فلم پېدا کړ
سلمان خان

سلمان خان د راتلونکي اختر لپاره فلم پېدا کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي فلم جوړونکي سنجی ليلا بنسالي سره د (انشا الله) فلم ترمنځ له جنجال جوړېدو او د دغه فلم پرېښودو وروسته سلمان خان د راتلونکي اختر لپاره د يوه فلم په لټه کې و، چې هغه يې ترلاسه کړ او (رادهی) نوم به يې وي.

سلمان خان د خپل دغه راروان فلم (رادهی) په اړه په خپل ټويټر اعلان وکړ او وې ليکل: (يو آر موسټ وانټيډ بهايي).

له دې مخکې سلمان خان پلان درلوده چې د راتلونکي اختر لپاره (کک ټو) فلم جوړ کړي او په دې اړه يې په ټويټر باندې خلکو ته يو پېغام هم ورکړی و، خو د کک فلم جوړونکي ساجد ناډياډوالا له سلمان خان بخښنه وغوښته او ورته يې وويل چې په دومره لږ وخت کې هغه نه شي کولای چې د کک فلم دويمه برخه جوړه کړي.

سلمان خان ولې واده نه کوي؟

زرين خان: سلمان خان له ماسره واده کوي

له سلمان خان سره دا نجلۍ څوک ده؟

سلمان خان چې د راتلونکي اختر لپاره د خپل نوي فلم اعلان په ټويټر وکړ، نو له هغه وروسته خلکو په دغه فلم خبرې پيل کړې، ځينو کسانو وويل چې ښايي دا د (تيری نام) فلم سيکويل وي او يا هم د (وانټيډ) فلم بله برخه وي.

خو سلمان خان دغه خبرې رد کړې، هغه د (دبنګ ۳) فلم د لومړۍ تبليغاتي ويډيو د خپرولو پر مهال وويل، چې (رادهی) فلم د (تيری نام) يا (وانټيډ) بله برخه نه ده، بلکې دا فلم به د دغه دواړو فلمونو نه ډېر ښه وي.

د سلمان خان د دغه راروان فلم چې د اختر لپاره يې جوړوي، ډايریکټر يا لارښود يې پربوديوا دی، نوموړی د (وانټيډ) او (دبنګ ۳) فلم هم ډايرکيټر هم و. دغه نوی فلم به د ۲۰۲۰ کال د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

د سلمان خان د دغه نوي فلم د کيسې په تړاو لا څه نه دي ويل شوي، همدا راز په دغه فلم کې به نور ستوري څوک څوک وي، دا هم لا نه ده معلومه، خو وه به کتل شي چې سلمان خان په راروان اختر خلکو ته څه ډالۍ ورکوي.

د يادولو ده چې د سلمان خان د راروان فلم (دبنګ ۳) لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر هم تېره ورځ خپور شو، چې په ټولنيزو رسنيو کې تر دې مهاله پورې په ميليونونو کسانو کتلی دی.

په دغه نوي فلم کې دا ځل هم له سلمان خان سره سوناکشي سنها کار کړی دی، خو په دغه فلم کې سلمان خان د خپل نږدې ملګري لور سايي مانجريکر هم په لومړي ځل اخيستې ده، چې له دغه فلم څخه يې د خپل فلمي ژوند پيل وکړ.

نه لاسونه لري، نه پښې لري، نه وزرې لري او بيا هم الوځي:

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …