کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، ویل کېږي چې دغه طوفانونه یې په شمالي قطب کې په سلګونه کیلومیترو لېرې لېدلي.

ساینسپوهان وایي، چې په فضایي طوفان کې د الکترون د باران او د نورو سمندري طوفانونو ځانګړتیاوې هم شتون لري، دوی زیاتوي چې دغه ډول طوفان د جي پي ایس سیستم اغېزمنوي او د فضایي طوفان ټولې ځانګړتیاوې د سمندري طوفان په څېر وې، خو د باران پرځای ور پکې الکترونونه ورېږي.

ویل کېږي چې د لمریزې انرژۍ ډېره کچه او د ځمکې په چاپیریال کې د چارجېدونکو ذرو په انتقال سره دغه ډول طوفانونه رامنځته کېږي او له دې وړاندې په مریخ، زحل او مشتري کې هم لېدل شوي ول، خو دا لومړی ځل دی چې د ځمکې په فضاء کې دغه ډول طوفان لېدل کېږي.

ویل کېږي چې ددې طوفان په سبب راډیویي، د سپوږمکیو تګ راتګ، مخابراتي سیستمونه اغېزمنېږي او د فضایي طوفان مرکز، خورېدل او ورته والی د سمندري طوفان په څېر دی.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …