کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ لومړنۍ چرمښکۍ چې (۶۵) فوټه اوږدوالي لري (۱۴۰) کاله دمخه یې په ځمکه ژوند کاوه

د نړۍ لومړنۍ چرمښکۍ چې (۶۵) فوټه اوږدوالي لري (۱۴۰) کاله دمخه یې په ځمکه ژوند کاوه

په ارجنټاین کې موندل شوی ترټولو غټ ډیناسور، چې ټایټینو سور نومېږي، د نړۍ په تاریخ کې تر اوسه پورې د موندل شوو حیواناتو څخه ترټولو پخوانی حیوان ګڼل کېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له ساینسپوهان په دې فکر دي، چې په ۲۰۱۴ کال د ارجنټاین په نیوکوین ریجن سیمه موندل شوی پنځه شپېته فوټه اوږد چرمښکۍ ته ورته ډیناسور یو سلو څلویښت میلونه کاله پخوانی حیوان دی.

پابلو ګلینا وایي چې د موندل شوې اسکلیټ ځانګړتیا داده چې د ټایټینو سور د نوي ډول سربېره د همدې ډلې ترټولو پخوانی اسکلیټ یا پاتې شوني دي.

یاده دې وي چې ډیناسور هغه حیوانات دي چې میلونونه کاله دمخه یې پر ځمکه ژوند کاوه او مختلف ډولونه یې لرل، ویل کېږي چې دغه حیوانات د جسامت له پلوه ډېر غټ ول چې ځینې ډولونو یې واښه او ځینې یې بیا غوښه خوړله او د وخت په تېرېدو سره له یو بل سره په جنګ شول او له منځه لاړل، چې اوسمهال وخت ناوخت یې پاتې شوني موندل کېږي او څېړنې پرې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …