د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان د ١٣١ منډو په ځواب کې زمبابوې ٢٥٠ منډې وکړې، چې ١١٩ منډې مخکېوالى يې ترلاسه کړ.
په لومړۍ پاڼۍ کې د زمبابوې لومړني څو لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو له هغه وروسته لوبډلمشر سين ويليمس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې سليزه يې ووهله.
ويليمس ١٠٥، ريګيس چکابوا ٤٤ او سکندر رضا ٤٣ منډې وکړې او زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٠ منډې ترلاسه کړې، چې د افغانستان څخه ١١٩ منډې مخکې شوه.
د افغانستان له خوا امير حمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٦ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ظاهر خان ٢، يمين احمدزي او ابراهيم ځدراڼ ١-١ ويکټ واخيستې.
افغانستان د دويمې پاڼۍ توپوهنه پيل کړې ده، خو د تېر ځل په څېر يې دا ځل هم پيليز توپوهونکى عبدالمالک په صفر وسوځېده. افغانستان به لومړى ١١٩ منډې پوره کوي او له هغه وروسته به زمبابوې ته هدف ټاکي.