د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى، د ټک ټاک مينه وال يې تر ١ ميليون ورسېدل.
نوموړى لومړنى افغان لوبغاړى دى، چې په ټک ټاک او انسټاګرام کې تر نورو زيات تعقيبوونکي لري او هغه په دې دواړو اپليکېشنونو کې ډېر زيات فعاله هم دى.
راشد خان تازه په خپل ټک ټاک کې يوه ويډيو خپره کړې ده او د خپلو مينه والو څخه يې مننه هم کړې ده، چې په ټک ټاک کې يې مينه وال ١ ميليون ته ورسېدل.
@rashidkhan18191 M followers thank you for all love and support @jamal33_nasir @fareedmalik593
خو راشد خان د هغه پاکستانۍ نجلۍ په ډول ويډيو جوړه کړې ده، چې يوه څو ثانيې ويډيو يې ډېره مشهوره شوه او په زرګونو خلکو په دغه ډول ويډيوګانې جوړې کړې.
راشد خان په ويډيو کې په اردو ژبه کې وايي، دا زه يم، دا زما ټک ټاک دى او دلته د يو ميليون فالورز پارټي روانه ده. په دې ويډيو کې له هغه سره ناصر جمال او فريد ملک هم ليدل کېږي.
د يادولو وړ ده چې راشد خان د ګوتې د ټپ له امله د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه لوبېږي، د هغه ګوته د پاکستان سوپر ليګ د لوبو پر مهال ټپي شوې وه.