د پاکستان يوې مشهورې اداکارې تازه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د عيسايانو ديني نښه صليب په غاړه ليدل کېږي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دا اداکاره ثروت ګيلاني نومېږي او په مشهورو سريالونو کې يې کار کړى دى، هغې په يوه غونډه کې برخه اخيستې وه، چې د صليب نښه يې د امېل په ډول په غاړه کې وه.
View this post on Instagram
د دې غونډې دا عکسونه ثروت ګيلاني په انسټاګرام کې هم خپاره کړي دي، چې د صليب نښه پکې په ښکاره ډول ليدل کېږي. د هغې د دې عکسونو له خپرېدو وروسته پرې ډېرى خلکو نيوکې کړې دي او ورته يې ويلي دي چې د عيسايت لپاره تبليغ کوي.
د ثروت ګيلاني د دې عکسونو په غبرګون کې ډېرى خلکو له هغې نه دا پوښتنه هم کړې ده، چې ايا اسلام يې پرېښى دى او عيسايي دين ته اوښتې ده او که نه د پېسو په بدل کې عيسايت ته تبليغ کوي.
د پاکستاني رسنيو په وېنا، ثروت ګيلاني که څه هم په دې اړه څه نه دي ويلي، خو هغه خلکو ته يې په يو پوسټ کې ځواب ورکړى دى، چې په هغې يې له دې امله نيوکې کړې دي.
ثروت ګيلاني په خپل دغه پوسټ کې خلکو ته ويلي دي، چې زما په اړه قضاوت مه کوئ، تاسې هم کامل مسلمانان نه يئ.