ساینسپوهانو نیوزیلینډ ته نږدې په ژورو اوبو یاهم د سمندر د تل په تیارو کې د ځلېدونکو شارک ماهیانو درې ډولونه موندلي دي.
ویل کېږي چې په دې ډولونو کې د کایټ فین په نوم شارک هم شامل دي، چې په تیارو کې د ځلېدونکو حیواناتو له جملې څخه ترټولو غټ حیوان یاهم د ملا د تېر لرونکي حیواناتو له جملې څخه ترټولو غټ حیوان ګڼل کېږي.
د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په ژورو اوبو کې د ځلېدونکو حیواناتو موجمودیت عامه خبره ده، خو دا لومړی ځل دی چې د سمندر په ژورو کې د شارک ځلېدونکې ډولونه یعنې کایټ فین، بلیک بیلی او سدرین لینټرین کې د ځلېدلو عملیه لېدل شوې.
ساینسپوهانو وایي چې د سمندري حیواناتو په پېژندلو کې یې دغه موندنع ډېره مهمه ده، ځکه چې د ځمکې پر مخ په سمندري حیواناتو ډېرې لږې څېړنې ترسره شوي او دا موندنه به یې په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړي.