د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ښه توپ اچونه ترسره کړه او د خپل ټاکلي شوي هدف څخه يې دفاع وکړه، چې نيوزيلېنډ ته يې د ٦٤ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه په ويلنګټن کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
اسټراليا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين ميکسويل ٧٠، ارون فنچ ٦٩ او جوش پيليپ ٤٣ منډې ترلاسه کړې.
د نيوزيلېنډ له لوري ايش سودي ٢، ټيم ساوټي او ټرينټ بولټ ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٢٠٩ منډو هدف په تعقيب کې د نيوزيلېنډ ټوله لوبډله په ١٧.١ اورونو کې د ١٤٤ منډو په جوړولو وسوځېده او د ٦٤ منډو په توپير اسټراليا په لوبه کې بريا خپله کړه.
د نيوزيلېنډ له خوا مارټين ګوپټيل ٤٣ او ديون کانوى ٣٨ منډې وکړې. د اسټراليا له خوا اشټون اګر ډېر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٦ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ريلي ميريډټ ٢، اډم زمپا او کين ريچارډسن ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اشټون اګر ترلاسه کړه.
د يادولو وړ ده چې د ٥ لوبو لړۍ کې نيوزيلېنډ ٢ او اسټراليا ١ لوبه ګټلې ده، د دې لړۍ څلورمه لوبه به د مارچ په پنځمه نېټه په ويلنګټن کې ترسره شي.