کورپاڼه / خپلواک / عامر خان په (لال سنګ چډها) کې د هند تاريخي پېښې رااخلي
عامر خان

عامر خان په (لال سنګ چډها) کې د هند تاريخي پېښې رااخلي

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو ستوری عامر خان په خپل راروان فلم کې د هند د تاريخ مهمې پېښې انعکاسوي، چې په دې تړاو يې کار پيل کړی دی.

د نوموړی راروان فلم (لال سنګ چډها) په ۱۹۹۴ کې د خپور شوي دغه امريکايي کامېډي فلم هندی ورژن دی، يعنې دغه فلم به د هند په اړه جوړېږي.

په دغه امريکايي کلاسيک فلم کې د ټام هنکس له نظره د امريکا د تاريخ جايزه اخيستل شوې ده، خو عامر خان به په (لال سنګ چډها) فلم کې د سردار رول ترسره کوي او د دغه هېواد تاریخي پېښو ته به کتنه کوي، چې پيل به يې د هندوستان له وېش څخه کېږي.

عامر خان له خپلو مينه والو بخښنه وغوښته

د عامر خان د لور انځورونو ته فلمي ستورې هم حېرانې دي

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، په دغه فلم کې به د هند د تاريخ حساسې پېښې رااخيستل کېږي، لکه په پنجاب کې د اپريشن بليو سټار په نوم له عملياتو څخه نيولې بيا د بابري جومات تر راغورځولو پورې ټولې پېښې راواخيستل شي.

خو دلته پوښتنه دا پېدا کېږي چې ايا په دغه فلم کې به د هند د تاریخ مهمې پېښې په پوره صداقت سره راواخيستل شي او که نه په دغه تاريخي پېښو کې به لاسوهنه وشي؟

د دغه فلم سره د عامر خان نوم تړلی دی او د عامر خان په ټيم کې شامل کسان وايي، چې عامر خان او د فلم جوړونکي دواړو تر مشورې وروسته د هند نامتو تاريخ پوهان بللي دي، تر څو تاريخي پېښې په سم ډول وړاندې شي او هېڅ پېښه کې لاسوهنه ونه شي.

د يادولو ده چې عامر خان د هندي سينما هغه ستوری دی، چې هغه د هر يو فلم لپاره بشپړه خواري کوي او فلم داسې جوړوي، تر څو حقيقت ته نږدې وي. ځکه خو هغه په ډېرو فلمونو کې کار هم نه کوي او هر کله چې يې فلم نندارې ته وړاندې شي، نو بيا نوي نوي ريکارډونه جوړوي.

بې عقله بدمعاشان:

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …