کورپاڼه / خبرونه / ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزه ووهله
ابراهيم ځدراڼ

ابراهيم ځدراڼ د زمبابوې پر وړاندې پنځوسيزه ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او پيليز توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو، چې د زمبابوې پر وړاندې يې پنځوسيزه ووهله.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣١ منډې وکړې، خو په دويمه پاڼۍ کې يې توپوهنه له سختو ستونزو سره مخ شوه او مهم لوبغاړي يې ډېر ژر له لاسه ورکړل.

ابراهيم ځدراڼ چې پيليزې توپوهنې ته راوتلى و، تراوسه پورې توپوهنې ته ولاړ دى او پنځوسيزه يې ووهله.

دا په ټېسټ لوبو کې د نوموړي دويمه نيمه سليزه ده، هغه په ټېسټ لوبو کې تر دې مخکې په يوه پاڼې کې ٨٧ منډې ترلاسه کړې وې، چې دا يې تر ټولو زياتې منډې دي.

نوموړي تر دې مخکې ٢ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ١٤٨ منډې يې پکې کړې دي. د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ابراهيم ځدراڼ ٣١ منډې کړې وې.

افغانستان تراوسه پورې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٩٠ منډې کړې دي او ٢٩ منډې ورته پاتې دي، چې بايد پوره يې کړي او له هغه وروسته زمبابوې ته هدف وټاکي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …