کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه
عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې وکړې او او د ١٧ منډو هدف يې ورته وټاکه، چې تر لنډې دمې وروسته به زمبابوې توپوهنه پيل کړي.

په دويمه پاڼۍ کې د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ تر ټولو زياتې ٧٦ منډې وکړې، همدا راز امير حمزه هوتک ٢١ ناسوځېدلې او اصغر افغان ١٤ منډې وکړې.

له دوى پرته عبدالمالک، رحمت شاه، يمين احمدزى او ظاهر خان په صفر وسوځېدل، عبدالواسع ٩، حشمت الله شهيدي او منير احمد کاکړ ١ منډه وکړه.

د زمبابوې له لوري ډونالډ ټريپانو او ويکټور نياچي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز بليسنګ موزرباني ٢، سين ويليمس او ريان برل ١-١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې نن د افغانستان او زمبابوې د لومړۍ ټېسټ لوبې دويمه ورځ ده، افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣١ منډې کړې وې او په ځواب کې يې زمبابوې بيا ٢٥٠ منډې وکړې، چې له افغانستان څخه ١١٩ منډې مخکې شو، خو اوس افغانستان يوازې ١٦ منډې مخکې دى، چې زمبابوې به د ١٧ منډو په جوړولو سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې بريا خپله کړي.

دا هم ولولئ

اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورو توپ اچونکي اعجاز پټېل د هند په لوبډله ریکارډ جوړ …