کورپاڼه / خبرونه / زمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ستره او شرموونکې ماتې ورکړه
افغان لوبډله

زمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ستره او شرموونکې ماتې ورکړه

زمبابوې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه ورځ افغانستان ته د ١٠ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه او د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

په دې لړۍ کې افغانستان لومړى پچه ګټلې وه، چې توپوهنه يې غوره کړه. په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ١٣١ او په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې وکړې.

خو زمبابوې بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٥٠ منډې کړې وې، چې په دويمه پاڼۍ کې ورته د افغانستان لخوا د ١٧ منډو هدف وټاکل شو او زمبابوې ډېر په اسانۍ سره دا هدف پوره کړ.

دا ټېسټ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، تر ټولو زياتې منډې پکې ابراهيم ځدراڼ وکړې، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٣١ او په دويمه پاڼۍ کې يې ٧٦ منډې ترلاسه کړې.

همدا راز د زمبابوې لوبډلمشر سين ويليمس بيا سليزه ووهله چې ١٠٥ منډې يې وکړې.

د افغانستان له خوا امير حمزه هوتک بيا تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د زمبابوې ٦ لوبغاړي يې وسوځول.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به دويمه او وروستۍ ټېسټ لوبه د مارچ په ١٠مه نېټه پيل شي او تر ١٤مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …