د افغانستان تجربه کاره الراونډر په پاکستان سوپر ليګ کې يو ځل بيا چټکه توپوهنه ترسره کړه چې پنځوسيزه يې ووهله او په دې سره يې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه. همدا راز نوموړي ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه.
د پاکستان سوپر ليګ ١٣مه لوبه د پېښور زلمي او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کراچۍ کنګز پچه وګټله او لومړى يې د پېښور زلمي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پېښور زلمي په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې روي بوپاره ٥٨ ناسوځېدلې، شيرفان رودرفورډ ٤٦ او عماد بټ ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د کراچۍ کنګز له خوا محمد الياس او عباس اپريدي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي په ٢ اورونو کې ١٢ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.
د ١٨٩ منډو هدف د کراچۍ کنګز لوبډلې په ١٩.٣ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري بابر اعظم ٧٧ ناسوځېدلې او محمد نبي بيا ٦٧ منډې ترلاسه کړې، محمد نبي ٤ شپږيزې او ٨ څلوريزې هم ووهلې چې په ٣٥ توپونو يې دا منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمي له خوا ثاقب محمود ٢، محمد عمران او محمد عرفان ١-١ ويکټ واخيستې. مجيب الرحمان ته په نننۍ لوبه کې د لوبېدو چانس نه و ورکړل شوى.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته ورکړل شوه. دا دويم ځل دى چې محمد نبي د پاکستان سوپر ليګ کې پنځوسيزه وهي.
کراچۍ کنګز د نننۍ بريا سره ٣ لوبې وګټلې او د ٦ نومرو سره په جدول کې لومړۍ لوبډله شوه، پېښور زلمي هم بيا ٣ لوبې ګټلې دي او د ٦ نومرو سره دويمه لوبډله ده.