د افغانستان او زمبابوې لومړۍ ټېسټ لوبه په دويمه ورځ پاى ته ورسېده، چې زمبابوې پکې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړه. په دې لوبه کې افغانستان ډېره کمزورې توپوهنه وکړه چې زمبابوې ته يې يوازې د ١٧ منډو هدف ټاکلى و.
د لوبې پاى ته رسېدو وروسته افغان لوبډلمشر اصغر افغان په لوبه کې د ماتې ستر علت د وېزو په وخت نه ترلاسه کول ښکاره کړل او وې ويل چې په سمه توګه يې لوبې ته چمتووالى نه و نيولى.
هغه زمبابوې ته مبارکي ورکړه او وې ويل، چې ښه لوبه يې وکړه او کله چې لوبه وشي، نو هغه لوبډله به لوبه وګټي. هغه وويل، پرون موږ پچه وګټله، خو زموږ لوبغاړو کمزورې توپوهنه ترسره کړه.
اصغر افغان د توپ اچونکو ستاينه وکړه او وې ويل چې حمزه په ځانګړې توګه ښه لوبه ترسره کړه. هغه زياته کړه، چې که رښتيا ووايم، نو د وېزو د ستونزې له امله موږ پوره چمتووالى نه و نيولى، په راتلونکې ټېسټ کې به ښه لوبه ترسره کړو.
نوموړي د ابراهيم ځدراڼ د توپوهنې ستاينه هم وکړه.
خو بلخوا د کرکټ يو شمېر پوهان بيا د لوبې د ماتې علت په اصغر افغان او روزونکو اچوي او وايي چې په داسې پچ باندې لومړى توپوهنه غوره کول تر ټولو غلطه پرېکړه وه.
دوى وايي، چې د وېزو د ستونزې يادول هم سمه خبره نه ده، ځکه اصغر افغان او ځينې نور مشران لوبغاړي له ډېر مخکې راهيسې په متحده عربي اماراتو کې و او بايد چې سينئير لوبغاړو ښه توپوهنه ترسره کړې واى.
د يادولو وړ ده چې زمبابوې په لومړي ځل په نړيوالو سياليو کې يوې لوبډلې ته د ١٠ ويکټو په توپير ماتې ورکړه، تر دې مخکې زمبابوې په هېڅ لوبه کې د ١٠ ويکټو په توپير بريا نه وه خپله کړې.