نن سبا په دې مصروفه ژوند کې خوښي یا خوشحالي یو نایابه غوندې شی ګرځېدلی، خو ډېر کم خلک په دې پوهېږي چې خوراکي توکي نه یوازې دا چې زموږ په بدني روغتیا غېزې کوي بلکې په رواني روغتیا مو هم اثر پرېباسي.
په استرالیا کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې ډېر زیات سابه یا مېوې خوړل نه یوازې دا چې پر روغتیا مو اغېزې لري بلکې خوشحالي یا خوښي هم رابخښي.
د څېړنې لپاره له دولس زرو څخه ډېر کسان انتخاب شوي ول او ورته ویل شوي چې د خوراکي توکو ترڅنګ دې خپل حالت یا کیفیت هم په کتابچه کې ولیکي، له پایلو معلومه شوه هغه کسان چې پخپلو خوراکي توکو کې یې مېوې او سابه کارول د خوښۍ او ارامۍ احساسات یې درلودل.
له څېړنه دا هم ثابته شوه، هغه کسان چې تر دوو کلونو پورې مېوې او سابه کارول په احساساتي او رواني توګه ډېر پیاوړي ول، څېړونکې وایي چې سابه او مېوې زموږ بدني نظام روغ ساتي او وینه ډېروي چې بیا مو دماغ ارامېږي او د خوښۍ احساس کوو، خو که چېرته غوړ او بازاري توکي استعمال کړو دماغ نا آرامه کوي او په ذهني فشار مو اخته کوي.