کورپاڼه / روغتيا / د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، خو ځینې ویټامینونه بیا د روغتیا ترڅنګ د ښکلا د ډېروالي سبب هم ګرځي، چې په دې ویټامینونو کې ویټامین اي په لومړي سر کې ځای لري.

روغتیایې کارپوهان وایي چې ویټامین اي د روغتیا لپاره بنسټیز توکی ګڼل کېږي او د انټي اکسایدو او د سلیوبل د ځانګړتیاوو په لرلو سره په مجموعي روغتیا اغېزې کوي او د سرطاني ناروغیو مو ژغوري، دغه راز د پوستکي د ښکلا لپاره یې پرمخ لګولی هم شو او په ورځینو استعمالېدونکو شیانو لکه کریم او نورو توکي کې هم کارول کېږي.

پوستکی نمجن ساتي:

هغه کسان چې د پوستکي سپوروالی لري ویټامین اي ورته ډېر اغېزمن تمامېږي، چې د کریم او نورو توکو سره یې هم یوځای کارول شوئ او شپې له وېده کېدو دمخه د ویټامین اي څخه تېل راوباسئ او پر مخ ووهئ نو له مخ څخه به مو داغونه، ګونځي او دانې له منځه یوسي او له تېلو سره یې یوځای کارول د ویښتانو د توییدو مخنیوی کوي.

د زخمونو د ښه والي لپاره:

له څېړنو ثابته شوې چې پر زخمونو د ویټامین کارول ګټور وي او ډېر ژر یې ښه کوي او نښه یې هم نه پرېږدي.

د سوي پوستکي او اړوند ناروغیو لپاره:

ویټامین د لمر د وړانګو په سبب د سوځیدلي پوستکي درملنه کوي، پوستکی نمجن ساتي او اړوند ناروغۍ یې له منځه وړي.

د نوکانو د روغتیا لپاره:

که چېرته د نریو او ماتو شوو نوکانو څخه ځان ژغورئ نو په ورځني ډول ویټامین اي استعمال اړین وګرځوئ.

ویټامین اي به څه ډول کاروو؟

د ویټامین استعمال په هر انسان مختلفې اغېزې کوي، نو لومړی یې پخپل پوستکي ضرور استعمال کړئ، د ویټامین اي کپسول د ستنې په مرسته سورۍ کړئ تېل ترې راوباسئ او پر خپل مټ یې تر یو اینچه پورې ووهئ، تر اته څلویښت ساعتونو پورې ورته په تمه شئ که چېرته کومه ستونزه نه وه نو بیا یې استعمال جاري وساتئ، خو که چېرته خارښت یا کومه بله ستونزه وه نو بیا یې هیڅکله مه کاروئ.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …